کابل ټکی کام ۲۶مرغومې/۱۳۹۴، عبدالله هاشمي
د پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان د مڼو صادرات هندوستان ته یو ځل بیا پیلیږي، د دې صادراتو په اړه د افغانستان او هندوستان تر منځ را منځته شوې ستونزه هواره شوې، او د سږ کال زرګونه ټنه مڼې به د هندوستان هېواد ته ولېږل شي.
پنځه میاشتې وړاندې هندوستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر مڼو بندیز ولګولو.
مګر نن سهار د هندوستان سفارت په کابل کې د تجارت خونې ته د ایمیل له لارې د بندیز د لرې کېدلو خبر ورکړ.
د تجارت د خونې د لېږد رئیس میر زمان پوپل وايي چې ۴۰۰۰۰ټنه مڼې هر کال هندوستان ته واردېدې، مګر سږ کال یوازې ۱۳۰۰۰ټنه پاکستان، ترکیه، متحده عرب امارات ته واردې کړي.
د افغانستان کلنۍ د مڼو اندازه۱۵۰۰۰۰ټنه ده، چارواکي وايي چې سږ کال به هندوستان ته ۲۰۰۰۰ټنه مڼې ولېږدول شي.
د تجارت د د وزارت ویاند مسافر کوکاندي دا تأیید کړې ده چې د هندوستان سره د واګه بندر له لارې د مڼو د لېږد مسئله حل شوې ده.
د تجارت د خونې معاون خان جان الکوزی وایي، مخکې له دې فیصلې هندوستان داسې تصمیم نیولی وو چې د ایران د بندر عباس له لارې افغاني مېوې او توکي هندوستان ته واردې کړي.
د بندر عباس له لارې د افغانستان او هندوستان واټن ۴۰۰۰۰کیلو متره لرې والی دی، او د واګه بندر له لارې۱۲۰۰۰کیلو متره لرې والی دی، سره د دې لرې والي هندوستان ته د افغانستان صادرات په ګټه دي.
















