(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۷)
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، امریکايانو په بګرام کې د هوايي پوځي اډې په شاوخوا کې د خلکو ځمکې غصب کړي او پر یادو ځمکو يې تازه د تأسيساتو جوړول پيل کړي.
د جرګې د غړ و په وينا، امریکايانو د خلکو لسګونه جريبه ځمکه لاندې کړې زياتوي که امريکا رښتيا هم له افغانستانه د وتلو اراده لري نويو پوځي تأسيساتو جوړولو ته يې اړتيا نشته.
وړمه ورځ د پروان د ولايتي شورا غړو او سيمه ييزو مسؤولينو ويلي و چې امریکايي ځواکونو له خلکو په زور او د پيسو له لارې ځمکې رانيسي او د بګرام اډه پراخوي.
دوه ورځې مخکې دافغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار (سيګار) ادارې مشر جان سوپکو هم د يادو تأسيساتو پر جوړولو اندېښنه ښودلې وه.
هغه ويلي و چې امريکا په افغانستان کې لسګونه زره سرتيري لرل او د هغوی لپاره يې زيات پوځي تأسيسات برابر کړي و په خبره يې اوس چې د امریکايي ځواکونو شمير کم شوی نو جوړ کړي تأسيسات يې هم کفایت کوي خو دا چې نوي جوړيږي د اندېښنې خبره ده.
په داسې حال کې د امريکايي ځواکونو لپاره د نويو تأسيساتود جوړولو خبره کيږي چې دا مهال امریکايان او طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر خبرې روانې دي.

















