ملټري ټايمز: افغانستان د بهرنيو ځواکونو لپاره خطرناک هيواد دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۷)

د امريکا ملټري ټايمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې ليکلي، چې افغانستان لا هم د بهرنیو ځواکونو لپاره خطرناک هيواد دی.

په مقاله راځي، که څه د جګړې مسؤولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی خو لا هم په دغه هيواد کې بهرنيان تلفات ګالي.

د ورځپاڼې په باور، افغانستان کې د جګړو له امله هره ورځ د افغان پوځیانو تر څنګ بهرنيو ځواکونو ته هم تلفات اوړي.

ملټري ټايمز ليکي، د افغانستان جګړه قوي مديريت ته اړتيا لري او دغه جګړه بايد کنټرول کړل شي.

دغه راز یادې ورځپاڼې د سولې روانې خبرې مهمې بلي او هيله يې څرګنده کړې چې یادې خبرې بريالۍ او د جګړې د پای ته رسيدو سبب وګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button