کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۷چنګاش، ۱۳۹۸)
د دوحې د بین الافغاني مجلس ځیني ګډونوالو ازادي رادیو ته ویلي چې د طالبانو او امریکایانو له حالته داسې ښکاري چې دواړه لوري یوې موافقې ته سره رسیدلي دي.
د سرچینې په باور چې ډیر کم او کوچني ټکي به پاته وي چې په هغو به لا هوکړه نه وي شوي.
د دوی په وینا چې د دوحې د بین الافغاني مجلس ګډونوالو ته هم تر اوسه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د شویو موافقو په اړه هېڅ درک نه لګیږي.
دا کسان دا خبره په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو دواړو استازو له کابله ورغلیو سیاسي څیرو سره لیده کاته کړي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو او او امریکایانو استازو هم د اووم پړاو مذکرات د نورو هغو په نسبت ډیر مثبت بللي او طالبانو خو لا وویل چې ۸۰ او ۹۰ سلنه پرمختګ راغلی دی.
ټاکل شوې ده چې نن د بین الافغاني مجلس د ختمیدو وروسته سبا د امریکا او طالبانو اووم پړاو خبرې یو ځل بیا پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا او طالبانو دا مذاکرات د بین الافغاني مجلس لپاره دوه ورځې درېدلي وو.

















