کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۷چنګاش، ۱۳۹۸)
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته ځینو نږدو سرچینو خبر ورکړی چې ممکن د ګلبدین حکمتیار او عبدالله عبدالله تاکنیز ټیمونه سره یوځای شي.
ویل کیږي په راتلونکې اونۍ کې به دوی دواړه په دې اړه یوه غونډه هم ولري.
مخکې تر دې ځیني خبرونه ورکړل شوي وو چې ښایي حنیف اتمر او عبدالله عبدالله سره یوځای شي خو اوس داسې ښکاري چې دوی کوم جوړ جاړي ته نه دي رسیدلي.
ویل کیدل چې عبدالله عبدالله او حنیف اتمر په داسې یو څه کار کاوه چې له یوه ګوند نه به ولسمشر، له بل نه مرستیال او یا هم له یوه څخه ولسمشر او له بل نه به صدراعظم ټاکل کیږي.
هغه وخت ګلبدین حکمتیار حنیف اتمر او عبدالله عبدالله ته په اشارې سره ویلي وو چې ځیني ګوندونه هڅه کوی ترڅو خپل ټاکنیز ټیمونه سره مدغم کړي.
تر اوسه دا مالومه نه ده چې عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار به په کوم ډول یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

















