عبدالله عبدالله: تمه ده چې ددوحې غونډه به دطالبانو اودولتي لوري دمخامخ خبرو لامل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دګډ حکومت اجرایه رئیس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې ددوحې له روانې غونډې خوښي وښوده اوهیله یې څرګنده کړه چې داناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لامل شي.

ښاغلی عبدالله وايي:«تمه همدا ده چې دا غونډه د دواړو لورو د افغانستان دګډ دولت په ګډون د مخامخ خبرو لامل شي او د هغه پایله سولې ته رسېدل وي.»

د افغانانو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ په دوحه کې پیل او په دغې غونډه کې کابو ۷۰ تنو سیاستوالو، مدني ټولنې غړو، ښځو او همدارنګه ۱۷ طالب استازو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې ده چې ګډون کوونکي به نن د غونډې په پای کې، د خپلو دوه ورځنیو خبرو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

عبدالله همدارنګه د عادلانه او رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او ګواښ یې وکړ چې له درغلیو ډکې ټاکنې کولای شي هېواد کې بې ثباتي رامنځته کړي.

دیادونه وړ ده چې دبین الافغاني ناستې له اختتام وروسته به سبا سه شنبه دطالب او امریکايي ټیم ترمنځ یو ځل بیامذاکرات پیل شي، تمه ده چې داځل به دواړه ټیمونه یو توافق لاسلیک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button