کابل ټکی کام ۲۶ مرغومي/۱۳۹۴ل، احمدالله مهاجر
د پخواني جنګي قومندان حاجي قدیر د زوی حاجي ظاهر قدیر د ملېشو سره په دولتي کچه مخالفت ښودل شوی وو. نن ناوخته د دولت لخوا دې وسله والې ملېشې ته چې قدیر ورته ملي پاڅون وايي اجازه ورکړل شوه.
د قدیر دغه ملېشې د ننګرهار په نازیانو او چین کې پوستې لري، او دوی وايي چې د داعش او طالبانو په خلاف به پراخ عملیات ترسره کوي.
په جلال اباد کې چارواکي وايي چې قدیر ته د کابل له خوا رسماً اجازه ورکړل شوه، ترڅو خپلې ملېشې د داعش او طالبانو په خلاف منظمې کړي.
د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دغه وسله والو ته به پوره پاملرنه کوي، او په لوړه کچه به تجهیزات ورکړي.
په ننګرهار کې د داعش تکفیري ډلې په خلاف طالبانو پراخ عملیات په کار اچولي دي، او د ننګرهار خلک وايي چې ډېرې سیمې یې له داعشي وسله والو څخه آزادې کړې هم دي، او په لسګونه یې وژلي دي.
















