د محبت غم دې رانجه رانجه چې کړم سترګو ته
بیا که هر چېرته تلم خو بېرته به را تلم سترګو ته
کم نصیبي په هر حالت را رسېدلې را ته
پخوا دې سترګو پسې مړ وم نن دې مرم سترګو ته
که د جګړې اور سپېلني په وطن لولپه کړل
ته خفه مه شې دا دی زړه در دودوم سترګو ته
اجل نیولی ماشی سترګو ته را ځي متل دی
که مې پوره نه وای نو نه به پرېوتم سترګو ته
د زمانې په حوادثو باندې څه باور دی
پرېږدی چې سترګې غټې غټې غړوم سترګو ته
شاعر سړی یم پاچاهي به را نه لرې ساتی
کنه دا ټول ملت په یو ځل ځاروم سترګو ته
جلاله! بیا ور نه ډوډۍ په تنور وسوځېده
لکه چې بیا یې وږی وږی ودرېدم سترګو ته

















