(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۹)
له تيرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې طالب او امریکايي استازي په افغانستان کې د جګړې د ختمولو پر سر په خبرو بوخت و چې پرون ماذيګر په خبرو کې وقفه راغلې او دواړه پلاوي خپلو مشرانو ته د مشورو او راپور ورکولو لپاره ورغلي دي.
دا اووم پړاو خبرې دي چې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د قطر په مرکز دوحه کې ترسره کېږي.
پرون ناوخته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټر پاڼه وليکل، چې د امريکايي پلاوی له مشر زلمي خليلزاد سره د اجندا په وروستيو ټکو مهمې خبرې شوي او ډير ژر به د دغه ټکو د فیصله کولو لپاره بيا ځلې سره کښېني.
سهيل شاهين: “نن مو د ډاکتر خلیلزاد سره داجندا په وروستیو ټکیو تفصیلي بحث وکړاو اتفاق پدې شو چې اوس به وقفه وکړو. هر لوری به بحث شوي موضوعات له خپلو مشرانو سره شریک او مشوره وکړی او ژر به د یادو ټکیو د نهایي کولو لپاره سره کښينو”.
دغه راز پرون د طالب او امريکايي پلاوي د خبرو له پای ته رسيدو وروسته زلمي خليلزاد هم ليکلي و چې طالبانو سره يې ليدلي، چین ته روان شوی او بيا به واشنګټن ته ځي څو خپلو مشرانو ته معلومات ورکړي.
خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه په یوه ټويټ کې وليکل: “ما نن سهار د طالبانو سره یو ملاقات لاره. زه اوس د چین پر لور روان یم، او بیا به واشنګټن ته ولاړم سم، څو هلته د خپلو خبرو په اړه رپوټ ورکړم او هم سلا مشورې وکړم”.
له تير یوه کال راهيسې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د عسکرو د ايستلو، له افغانستانه نورو هيوادونو ته د ګواښ نه پيښېدلو، تروريزم سره پر مبارزې او ځينې نورو مسائلو خبرې روانې دي چې دواړه غاړې وايي په دغه خبرو کې پرمختګونه شوي دي.


















