(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۹)
د راپورونو له مخې، نن د چهارشنبې په ورځ په قطر کې دوه جنګي الوتکو ټکر کړی او دواړه الوتکې سقوط شوي دي.
د قطر دفاع وزارت په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د دغه دوو الوتکو پيلوټان توانيدلي چې د پراشوتونو له لارې خپل ځانونه وژغوري.
یادې سرچينې د الوتکو د لويدو ځای او لامل نه دی په ډاګه کړی او نه يې هم د پيلوټانو د هويت په اړه معلومات ورکړي.


















