د زکات مسائل (۸۵ مه برخه) د چا چې پلار سيد وي هغه ته زکوة ورکول

پوښتنه : يو هلک دی د کوم پلار چې سيد دی او مور يې سيده نه ده، همدغه هلک يتيم دی، د نصاب څښتن نه دی، ناروغ دی، آيا همداسې هلک ته زکوة ورکول صحي دي او که نه؟.

ځواب : په نسب کې شرعاً پلار لره اعتبار دی، مور ته اعتبار نشته، پس همدغه هلک د سيد زوی دی، هغه ته د زکوة روپۍ بجنسه نه ورکول کيږي، بلکې دا حيله کيدلای شي چې يوه غريب ته کوم چې سيد نه وي وويل شي چې ته له خپل لوري يا دا چې له چا څخه قرض واخله او د همدغه د سيد له زوی سره د دومره روپيو مرسته وکړه او بيا به مونږ تا ته همدومره روپۍ درکړو، پس په دنيا کې به تاسو لره نقصان نه وي او په آخيرت کې به مو ثواب وي، کوم وخت چې همدغه کس د همدغه سيد هلک سره مرسته وکړي نو هغه ته دې له دې وروسته د زکوة روپۍ ورکړی شي چې په دې سره ته خپل قرض اداء کړه که يې قرض کړې وي يا د خپلو روپيو تلافي پرې وکړه که يې خپلې ورکړې وي، نو په دې صورت کې به د سيد له زوی سره مرسته هم وشي او د زکوة په اداء کولو کې به هم شک شبه پاتې نشي، او يو شمير علماء کرامو د نن صبا سيدانو ته د زکوة ورکول د يوه روايت په بناء روا ګڼلي، مګر دا د احتياط خلاف دی چې فرض د روايتونو په اختلاف کې ور واچول شي، په ځانګړې توګه هغه مهال کله چې حيله په آساني سره کيدلای شي ([1]).

شيعه ته د زکوة او فطره ورکول

پوښتنه : روافض کوم چې صحابه کرامو رضي الله عنهم او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بد وايي او عقيده يې له شريعت مخالفه وي او دا ثابت هم وي، نو آيا همداسې کسانو ته زکوة ورکول روا دي او که نه؟ که چيرته ورکړی شي نو په دې باره کې حکم څه دی؟.

ځواب : د چا عقيده چې له قطعيه نصوصو څخه مخالفه وي هغوی ته د زکوة او فطره ورکول صحي نه دي، که يو چا ورکړي وي هغه دې بيا دوباره اداء کړي ([2]).

غلا شوې روپۍ په زکوة کې شمارل

پوښتنه : که چيرته روپۍ غلا شي، وروسته معلومې شي، مګر له ترلاسه کولو څخه يې عاجزي ښکاره کړي، نو آيا دا روپۍ په زکوة کې شمار کيدلای شي او که نه؟.

ځواب : په غلا شويو روپيو کې دا وخت د زکوة په نيت کولو سره زکوة نه اداء کيږي، د زکوة لپاره حکم دی چې )اتوا الزکوة( او په همدې صورت کې (ايتاء) نشي پيدا کيدلای ([3]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : يوه کس د خپل مال حساب وکړ، څومره زکوة چې په هغه باندې واجب وه هغه يې جلا کړ، اوس د همدغه کس جيب يو چا پرې کړ، يا يې د کوم بل لامل له امله د زکوة همدغه روپۍ ضايع کړې، نو په داسې صورت کې د هغه زکوة اداء شو او که دوباره ورکول يې شته دي؟ همدا رنګه د ورکې شوې فطره حکم هم بيان کړی؟.

ځواب : په همدې ډول نه زکوة اداء کيږي او نه فطره اداء کيږي، زکوة او فطره دې بيااداء کړي ([4]).

که د زکوة له ورکولو وروسته معلومه شوه چې هغه مستحق نه وه

پوښتنه : زيد هاشمي دی، هغه ته يو چا زکوة ورکړ، نو اوس د زيد لپاره حکم څه دی؟ چا چې ورکړی هغه ته به يې واپس بيرته ورکوي او اداء شوی؟.

ځواب : که چيرته ورکونکي له غور او فکر کولو وروسته هغه د زکوة مستحق ګڼلی وه نو د هغه زکوة اداء شو، مګر زيد ته که په همدغه شي دا علم وه چې دا زکوة دی نو په هغه باندې لازمه ده چې ورکونکي ته يې واپس بيرته ورکړي ([5]).

يو چا ته د نصاب له اندازې زيات زکوة ورکول

پوښتنه : يوه مستحق زکوة ته په يوه وخت، زکوة، د لمنځونو او روژو په فديه کې اويا زره روپۍ يا د همدغه قيمت کوم کور ورکولای شي او که نه؟.

ځواب : په دومره مقدار کې يو چا ته د زکوة ورکول چې هغه د نصاب څښتن جوړ شي مکروه دي، پس که چيرته د همدغه کس په ذمه باندې اويا زره روپۍ قرض وي يا دومره قرض وي چې همدغه د زکوة روپۍ چې هغه ته ورکړی شي او هغه خپل قرض پرې اداء کړي نو د نصاب په اندازه نه ترې پاتې کيږي نو داسې ورکول له کراهيت پرته صحي دي، همدا رنګه همدغه کس که چيرته عيالدار وي، بې کوره وي، که چيرته په همدغو روپيو کور واخيستل شي او د هغه په ملک کې يې ورکړي په کوم سره چې هغه د نصاب څښتن کيږي نه نو بيا هم مکروه نه دي، بلکې بهتر دي ([6]).

که چيرته يو کال زکوة ور نکړی شي

پوښتنه : که چيرته يو د نصاب څښتن د کال تيريدو باوجود زکوة ور نکړي او دويم کال هم پوره شي نو اوس به د يوه کال زکوة ورکوي او که د دوو کلونو به ورکوي؟ همدا رنګه که څلور کلونه تير شوي وي نو د لومړني کال زکوة پرې واجب دی او که د هر کال؟.

ځواب : د دوو کلونو دې اداء کړي، که چيرته د يوه کال له اداء کولو وروسته هم د نصاب په اندازه باقي پاتې شوی وي، که نه نو يوازې د يوه کال واجبيږي، يعنې کله چې له هغه سره يو نصاب دی له دې څخه زيات نه دی، نو د زکوة کال په پوره کيدو سره دا په هغه دَين کيږي، او که د اينده کال لپاره نصاب باقي پاتې نشو نو د اينده کال زکوة واجب نه دی ([7]).

([1]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۹۶ – ۹۷.

([2]) فتاوی محموديه، ج : ۲۲، ص : ۳۳۵ – ۳۳۶، بحواله : خزانة الفقه، کتاب الزکوة، من لاتصرف اليهم الزکوة، ص : ۷۳، الدرالمختار، کتاب الزکوة، ج : ۲، ص : ۲۵۸.

([3]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۷۹ – ۴۸۰، بحواله : ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ۲، ص : ۲۷۰، خلاصة الفتاوی، ج : ۱، ص : ۲۳۸، الفصل الخامس فی زکوة المال، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۶۹، کتاب الزکوة، وکذا فی فتاوی قاضي خان، ج : ۱، ص : ۲۶۳، باب اداء الزکوة.

([4]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۸۰، بحواله : ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ۲، ص : ۲۷۰، خلاصة الفتاوی، ج : ۱، ص : ۲۳۸، الفصل الخامس فی زکوة المال، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۶۹، کتاب الزکوة، وکذا فی فتاوی قاضي خان، ج : ۱، ص : ۲۶۳، باب اداء الزکوة.

([5]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۹۰، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۷۴.

([6]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۸۰ – ۴۸۱، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۳۵۳، باب المصرف، وکذا فی الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۱۸۸، الباب السابع فی المصارف، وکذا فی فتح القدير، ج : ۲، ص : ۲۷۸، باب من يجوز دفع الصدقة اليه.

([7]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۸۱، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۲۶۳، کتاب الزکوة، وکذا فی مجمع الانهر، ج : ۱، ص : ۲۸۷، کتاب الزکوة، وکذا فی العناية شرح الهداية علی هامش فتح القدير، ج : ۲، ص : ۱۶۰، کتاب الزکوة، وکذا فی اعلاء السنن، ج : ۹، ص : ۱۳، باب من کان عليه الدين لا زکوة عليه.

مربوطه مطالب

Back to top button