هغوی له خپل عادت نه مجبور دي!!

انجنير عمير وياړ

د طالبانو او امريکايانو تر مينځ په روانو مذاکراتو کې د اجنډا يوه مهمه موضوع د ښځو تعليم ده، طالبانو ويلي چې مونږ د ښځو د تعليم مخالف نه يو بلکې په ټولو علمي او اکاډيميکو ميدانونو کې صرف د شاگردانو او محصلينو د تعليم په اړه د مختلط سيستم مخالف يو، دا د طالبانو هغه دريځ دی چې پرته له استثنا ټول اصيل او متدين افغانان يې تر شا ولاړ دي او ملاتړ يې کوي ځکه دا يو اصيل اسلامي دريځ دی چې متدينو افغانانو يې په اړه درې مليونه ځوانان نذرانه کړي او د طالبانو په دې دريځ د تاييد کلک مهر لگوي ځکه دا د دوی د زړونو آواز دی او د پوره توجيه وړ دی ځکه طالبان صرف دا بدلون آو اصلاح غواړي چې نارينه او ښځينه و ته دې جلا ټولگي بېل کړای شي.

ټول مسلمان افغانان د طالبانو د دې با ارزښته کڅوړې پرته له څنگه څنگه نه ټينگ ملاتړ کوي او دا نه يوازې د طالبانو بلکې د ټولو په عزت ناموس مينو افغانانو گډ مسؤوليت گڼل کيږي ځکه يې آن د سر په قيمت حمايت کوي ځکه چې مختلط تعليمي نظام د ځوانو هلکانو او ځوانو نجونو د باعزته کورنيو لپاره شرم او عار دی چې خورا بدې پايلې له ځان سره لري هر باعزته فاميل د طالبانو له دې پېشنهادي کڅوړې کلک ملاتړ اعلانوي.

دا با ارزښته او له عزت او عفت نه برخمنه کڅوړه يوازې د گوتو په شمېر شرقي او غربي بړيڅي چې هيڅ بې هيڅه له خپل پلرني دين اسلام نه مرور دي په هغه او دغه بهانو مخالفت کوي او نه غواړي چې خپلې ميرمنې او لوڼې او خويندې يې له بېگانه و سره له نا مشروع اړيکو لاس واخلي ځکه دوی له څه مودې په دې کرغېړن عمل عادت شوي او له خپل عادت نه مجبور دي چې دا ډول تبادلې ولري ځکه نو د دا ډول پېشنهادونو د اوريدلو او منلو تحمل نلري

اوس دې لوستونکي قضاوت وکړي او د خدای او خپل ملت په وړاندې دې په زغرده اعلان کړي او ودې وايي چې د طالبانو له دې کڅوړې حمايت او ملاتړ کوئ او که نه؟؟؟؟

مربوطه مطالب

Back to top button