پنټاګون په فارياب کې د وژل شوي امریکايي پوځي هويت په ډاګه کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۴)

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د وژل شوي امريکايي جګړن هويت په ډاګه کړ.

پنټاګان تيره ورځ افغانستان کې د يوه امريکايي عسکر د وژل کيدو راپور ورکړی و.

پنټاګان وايي، دغه سرتيری جیمز راین سورتور نومېده په  فارياب ولايت کې د يوې وسلوالې نښتې په ترڅ کې لومړی ټپي او وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د راپورونو له مخې، نوموړي امریکايي پوځي له افغانستان وړاندې په عراق کې هم پوځي دنده ترسره کړې وه.

ډير کله په افغانستان کې ميشت بهرني پوځيان د طالبانو په مخامخ وسله والو بريدونو، چاودنو او توغنديزو بريدونو په ترڅ کې وژل کيږي او ټپيان کيږي خو بهرنيان تر ډيره د خپلو عادي پوځيانو تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button