ارزګان: دګېزاب ولسوالۍ په خلج سیمه کې هوایي برید ۳۵ ولسی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
له بغلان او وردګو وروسته ګډو ځواکونو یوځل بیا په ارزګان ولایت کې ملکي وګړي په نښه کړي چې له دېرشو ډېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ په خلج سیمه کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ارزګان پخواني والي امان الله تیموري ویلي چې په دې پېښه کې د نوموړي د کورنۍ د غړو په ګډون پنځه دېرش ملکیان وژل شوي دي.
تیموري زیاته کړې، د ګیزاب ولسوالۍ خلج سیمه کې لومړی بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو چاپې وهلي چې وروسته د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي دي.
د هغه په خبره څو شیبې وروسته د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکې راغلې دي او د ملکي وګړو پر کورونو یې بمباري کړې ده.
داپه داسې حال کې ده چې تیره ورځ په وردګو اوبغلان ولایاتو کې ګډو ځواکونو لسګونه ملکي وګړي ووژل اوټپیان کړل، چې دهېواد په لر اوبر کې یې توند غبرګونونه راوپارول.



