اروپايي هیوادونه: ایران سره نړیوال اټومي تړون شاید لاپسې جنجالي شي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دفرانسې په شمول یوشمېر اروپایي هېوادونو دایران اوامریکا ترمنځ په روان کړکېچ خواشیني څرګنده کړې.

د برېتانيا لومړۍ وزيرې تيرزا مې، د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکيل ويلي دوى انديښمن دي چې له ايران سره نړيوال اتومي تړون ښايي لا پسې جنجالي شي.

له ایران سره د اټومي تړون د څلورمې کلیزې پر ورځ درې اروپايي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې د تړون خواوې دې د خپلو اقداماتو پایلې په پام کې ونیسي.

ایران سره د امریکا د ۲۰۱۵ کال تړون کې دغو درې اروپايي هېوادونو مهمه ونډه درلوده خو له دې تړونه د امریکا له وتلو وروسته او پر ایران د بندیزونو بیا لګولو سره، ددې تړون دوام تر پخوا ډېر له شک سره مخ شو.

برتانیا، فرانسې او جرمني په ګډه اعلامیه کې اندیښنه ښودلې او وايي، ددې خطر شته چې د امریکا د اقتصادي فشار له امله دا هوکړه له منځه ولاړه شي او ایران هم خپلسرو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

دایران او امریکا کړکېچ وروسته ترهغه ترینګلی شو چې امریکا ایران له اټومي تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ، اوداهېواد یې له ځینو سیاسي، اقتصادي او نظامي بندیزونو سره مخامخ کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button