لوګر کې پر یوه مسجد بمبار ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۵)
د راپورونو له مخې، د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې پر یوه مسجد بمبار ګڼو ملکي وګړو ته مرګ زوبله اړولې ده.
پيښه پرون ماذيګر د مرکز اړوند په کمالخيلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسيدونکي وايي، دغه مسجد وروسته له هغې د جنګي الوتکو تر بمبار لاندې ونيول شو چې خلک دماذيګر له لمانځه وروسته د قران کريم ترجمې ته ناست و.
ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې په یاده بمبارۍ کې د ماشومانو په شمول د ديرشو په شاوخوا کې لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
په یاده بمبارۍ کې د صبغت الله په نامه د پوهنتون یو محصل هم وژل شوی دی.
د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی دغه بمبارۍ تاييدوي په وينا يې چې مرګ ژوبله یې د یادې سیمي ملکیانو ته چې ماشومان هم پکې دي اوښتې او ګڼ شمیر نور وژل شوي دي.
وړمه شپه د ميدان وردګو په جغتو کې هم په شپنيو عملياتو کې ملکي خلک وژل شوي و او تيره ورځ د روزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې په بمباريو کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي و.
د طالبانو د قطر سياسي دفتر په یوه اعلاميه کې د ګډو ځواکونو له خوا د ملکي خلکو په وروستيو تلفاتو خواشیني څرګنده کړې، غندلي او دا يې يو جنګي جنایت بللی دی.
اعلاميه کې د قطر د بين الافغاني غونډې په ګډونوالو غږ شوی و چې خپلو ژمنو سره سم پر ملکي خلکو د ګډو ځواکونو عمليات وغندي او د یادو پيښو په اړه يې د جدي پلټنو غوښتنه هم کړې ده.
له تير یوه کال راهيسې ګډو ځواکونو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو ته زور ورکړی چې تر دې دمه پکې زرګونه کسان وژل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده چې تر اوسه يې مسؤولو چارواکو د مخنيوي په اړه لازم اقدامات نه دي کړي او یوازې د بيلابيلو لوريو له خوا په ورته ډول پيښو خواشيني ښکاره شوې.



