دا آواز معلوم کړﺉ چي چېرې او د څه شي دی؟

انجنير عمير وياړ

عمر رضي الله عنه چي به کله یو پورته آواز واورېد نو به یې امر کاوه چي دا آواز معلوم کړﺉ چي چېري او د څه شي دی؟ کله چي به هغه د یو واده ژغ و نو به یې خاموش کاوه. (سنن البیهقي ج۷ ص۲۹۰)

اللهﷻ که وغواړي نو به ټول  ُامت لره معافي وکړي مګر هغو کسانو ته معافي نه کوي چي سر ِ عام او په علانیه سره ګناه کوي.! ( صحیح البخاري ح : ۶۰۶۹ )

لکه زموږ د نن ورځي هغه ودونه چي موسیقۍ ، ساز او سرود په علانیه سره اوري او د شادیانو او مجنونانو په څېر ورته شلېږي.

دا لوچکان او بدبخته قوم د هر ځای څخه ورباندي نعرې وهي او څه چغي او څه حالات وي!

هیڅ داسي به ونه وايي : چي  دا د اسلام دآيره ده یا اسلامي ملک دی یا هم یو وخت دا خلک مسلمانان پاته سوي!

یو طرفته د اسلامي دین حالات وګورﺉ چې په څه دي؟، پر مسلمانانو په بګرام او کیوبا کي څه ظلمونه روان دي!

پر مسلمانانو ځای پر ځای څه بمبارۍ شروع دي!

یو خوا د مسلمان په کور کي یتیمان ، کونډي او مورکۍ په ژړا دي!

او بل طرفته د بدبخته  ُامتي په کور کي د اللهﷻ نافرمانۍ ، موسیقۍ او خوشحالۍ رواني دي؟!

زموږ سره یو وخت هم دا سوچ پیدا نه سو چي آيا دا وخت ددې ډول خوشحالیو دی؟

آنس رضي الله عنه فرمايي : چي حضرت پېغمبر(ﷺ) وفرمایل : کله چي یوه ډمه لګیا وي او سندري وايي او زما یو  ُامتي ورته کښېناست او آواز یې واورېده ( که یې آواز مخامخ واورېده یا یې د ثبت څخه واورېد ) نو د قیامت په ورځ به دده په غوږونه کي اللهﷻ ویلي کړل سوي مس واچوي.

( من قعده الی قنیة یستمع منها، صب اللّٰه في اذنیه الانک یوم القیامة ).” الحدیث ( کنزالعمال ح : ۴۰۶۶۹ )

تاسو پوهېږی محترمینو!

چي په هغه وخت کې په لوړ آواز قرآن مجید تلاوتول هم منع دي چې مسلمانان ورڅخه په اذیت کېږي ، نو د موسیقۍ په اړه څه فکر کوﺉ؟

اللهﷻ فرمايي :

( وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنٰتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ) “او كوم كسان چي مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو ته په ناحقه اذیت رسوي ، هغوی د یوې لويي او ښكاره ګناه پيټۍ پر خپلو اوږو اخیستی دی”.

( سورة الاحزاب : ۵۸ )

یا اللهﷻ!

یو ځل بیا عمر رضي الله عنه غوندي مصلح شخصیت راولېږﺉ!

مربوطه مطالب

Back to top button