بدخشان: د واخان ولسوال یوه بهرنۍ سيلانۍ جنسي زورولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۵)
د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د واخان د ولسوال عبدالمعروف خيرخواه له خوا یوه بهرنۍ سيلانۍ نجلۍ جنسي زورول شوې ده.
د بدخشان د ولايتي شورا غړی عبدالله نظري وايي، دغه بهرنۍ د استراليا تبعه وه او د تاجکستان له لارې واخان ولسوالۍ ته تللې وه خو د واخان د ولسوال له خوا زورول شوې او بيرته تاجکستان ته اوښتې ده.
یادې سيلانۍ په خپله شکايت پاڼه کې ويلي، چې له یادې پيښې سره دوه میاشتې مخکې مخ شوې وه.
د بدخشان د والي وياند نیک محمد نظري وايي، د دغه تور د سپيناوي لپاره يې یو پلاوی ګمارلی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د يادې پيښې د څېړنو غوښتنه کړې او د بشري حقونو د ښخو څانګې مسؤولې لطيفې سلطاني ويلي، کومې بهرنۍ ميرمنې چې افغانستان ته د سيلانۍ لپاره راځي نو هر ځای ته د تګ راتګ لپاره افغانستان مکلفيت لري چې امنيت يې خوندي کړي.
د ولسي جرګې غړو هم د یادې پيښې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې او د یادې جرګې یوه غړي عبدالرووف انعامي ويلي، چې تر دې نور بد کار څه کيدلای شي چې د هغه ولسوال له خوا ترسره شي چې د سيلانيانو د جلب او جذب مسؤوليت تر څنګ د هغوی د امنيت او عزت د خونديتوب چارې هم په غاړه ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په ارګ کې د ميرمنو د جنسي زورونې او له هغې وروسته په کابل پوهنتون کې هم د ښځينه محصلانو د جنسي زورونو راپورونه ورکړل شوي و.



