کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وایي، چې طالبانو لسګونو هغو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې چې غوښتل یې د طالبانو پر مراکزو شپنۍ چاپه ووهي.
که څه هم طالبانو د ګڼ شمیر کمانډویانو نیول کیدل تائید کړي، خو تازه د دغه ولایت امنیتي مسؤلینو رسنیو ته د لسګونو عسکرو د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.
ځایي چارواکي وایي، په دغه پیښه کې شاوخوا ۳۰ تنه ځانګړي کمانډویي ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، له دې ډلې ۸ تنه سرتیري ژوندي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
بلخوا بیا د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي د ۳۶ تنو کمانډویانو د وژل کیدو د پخلي ترڅنګ د څو تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکوي، خو لا هم د دفاع وزارت په دې تړاو پټه خوله دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځانګړو کمانډویي ځواکونو د خپلو امریکایي قوماندانو په ملتیا په دې وروستیو کې په میدان وردګو، بغلان، غزني، اروزګان او ګڼو نورو ولایتونو د ولسي افغانانو پر ضد خورا وحشیانه عملیات ترسره کړي، چې یواځې په تیره یوه اونۍ کې یې نږدې سلو تنو ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله ور اړولې او ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې دي.















