د پریشتو حجر
غزل:ثناءالله معصوم
د ژوند په خوږو شپو کې مې هماغه یو شپه وه
څه پاکې پریشتې وې څه پاکه یې حجره وه
هغه د درد قیصه مې دې دزړه په شیشه نقش ده
باران چې وو ګلی وه او تکه توره شپه وه.
دمات چنار په غيږه کې څه یخ نری شمال وو
په هاغه سخته شپه کې چې زما او ستا پیره وه.
سپوږمۍ وه پټه کړې ستا څادر لکه وورو
د زلفو منځ کې ښکلې دې قسمده چې بشره وه
له زوقه مې د حسن له افتابه قیصې غوښتې
کراره راته بله تر سهاره مو ډيوه وه
نه غم و او نه درد و نه رقيب وو نه غماز و
توبه توبه ګلابه.! هغه نو څه صحنه وه
معصوم ومه خوشحاله له خپل روح سره هغلته
د خیال په ټال کې ناست وم چې سپوږمۍ مې
7 میلمنه وه















