اجرائیه رئیس: په ټاکنو کې د تیرو تیروتنو تکرار به هیواد له فاجعې سره مخ کړي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۵چنګاش، ۱۳۹۸)

د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه له ټولو خلکو سره اندېښنې موجودې دي او باور نه لري چې رڼې ټاکنې به ترسره شي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي که په ټاکنو کې د تیرو کلونو تجربې تکرار شي نو سخته فاجعه به رامنځته شي.

عبدالله عبدالله چې تیره ورځ یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل: ” د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو د ستونزو او تېروتنو تکرار به په هېواد کې یوه ستره فاجعه رامنځ ته کړي. د دې فاجعې د زغملو توان به بیا د افغانستان خلک ونه لري”

ده همدا راز د ولسي جرګې اوسنیو ټاکتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په ولسمشریزو تاکنو کې باید ناکامې تجربې تکرار نه شي.

د یادونې وړ ده چې په راتلونکو ټاکنو خلکو باور له لاسه ورکړی او حکومت هم په دې تورنیږي چې د ټاکنو په کمیسون کې لاسوهنه کوي.

د ټاکنو کمیسیون غړو هم ادعا کړې چې په ارګ کې ځیني کړۍ د دو په کارونو کې مداخله کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button