د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکي ځواک لوړپوړی چارواکی د طالبانو د برید له امله وژل شوی

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۶ چنګاش، ۱۳۹۸)

د ارګ د ځانکړو ساتونکو “pps” یو ستر جنرال عبدالغفار احمدزی د طالبانو د برید له امله وژل شوی دی.

احمدزي نن سهار په سردار داود خان روغتون کې ساه ورکړه او اشرف غني یې جنازې ته د درناوي په خاطر روغتون ته ورغلی وو.

عبدالغفار احمدزی څو ورځې وړاندې د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د طالبانو په یوه برید کې سخت ټپي شو چې بیا روغتون ته یووړل شو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نوموړي وژل کیدل تائید کړي دي.

“‏‎د تیرې پنجشنبې په ورځ سهار د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سرک بالا سیمه کې دکابل ادارې دمشر اشرفغني د ځانګړو ساتونکو د قومندان ډګروال(عبدالغفار احمدزي) په لنډکروزر موټر قوي انفجار ترسره شو.
په چاودنه کې موټر ویجاړ، نوموړی سخت ژوبل شو او نن په روغتون کې له مینځه لاړ”

د جنرال احمدزي په وژنه ډیری افغان چارواکو اندېښه ښودلې او د سوشل میډیا فعالانو حکومت د امنیت په تأمین کې پاتې بللی دی.

طالبان ډیری وخت د کابل ښار په زړه کې ورته بریدونه کوي او افغان چارواکي په نښه کوي خو افغان حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button