ټرمپ: پر ایران زموږ فشارونه مثبتې پایلې لري

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۶چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر ایران د دوی فشارونو ګټه کړې او په وینا یې، دا هیواد تیار دی چې د اتومي پرواګرام په اړه له امریکا سره خبرې وکړي.
ټرمپ د خبرو لپاره د ایران تیاری د کړکیچ په راکمولو کې یو مهم ګام بللی دی.
همدا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم کړې خو ایران بیا نه مني چې ګواکي دوی د خپلو راکیټي پروګرامونو په اړه له امریکا سره خبرې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې دوی هېڅکله هم له واشنګټن سره د خپلو راکټي پروګرامونو په اړه خبرو ته تیاری نه دی ښودلی.
ظریف د خپلو پروګرامونو په اړه له امریکا سره د خبرو شرط دا ایښی چې واشنګټن به سعودي او عرب اماراتو ته د وسلو جوړولو لړۍ دروي، له هغه وروسته به تهران له واشنګټن سره خبرو ته امادګي ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي او د نورو زیاتو فشارونو خبرداری یې هم ورکړی دی.



