دګډ حکومت مشر؛ دسعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره ټلیفوني خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دګډ دولت مشر اشرف غني د افغان سولې په اړه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړې دي، اوپه دې اړه یې له سلمان څخه دهمکارۍ غوښتنه کړې.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اشرف غني او محمد بن سلمان په سیمه کې پر روان وضعیت، د وسلوالو ډلوپر ضد مبارزې او نورو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

محمد بن سلمان په دې تلیفوني مکالمه کې ژمنه کړې چې د افغان سولې په پروسه کې به خپلې همکارۍ نه سپموي.

غني بیا ویلي چې د سعودي بازارونو ته به د افغان توکو صادرات ډېر کړي او د سعودي حکومت په دې برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو ژمنه کړې ده.

ولسمشر غني په سیمه ییز اتصال کې د سعودي عربستان رول هم مهم بللی دی، اوداهېواد یې یو ښه قریبي دوست یادکړی.

غني په خپله ټوېټر پاڼه هم ددې مسئلې یادونه کړې، او دافغان قضیې دحل لپاره یې دسعودي عربستان رول مهم بللی.

مربوطه مطالب

Back to top button