دمیلر له خبرداري وروسته ګډ حکومت د ولسي مرګ ژوبلې دمخنیوي په پار کمېټه جوړوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

وروسته له هغې چې دامریکایي قواوو قومندان جنرال سکاټ میلر افغان دولت په ولسي مرګ ژوبلې تورن کړ، اوخبرداری یې ورکړ چې که بیاهم ولسي وګړي ووژني؛ حساب به ورسره وکړي.

دادی افغان حکومت له دې خبرداري وروسته د ولسي زیانونو د ارزونې لپاره د یوې کمېټې د جوړولو اعلان کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست د استازو په ګډون دغه کمېټه به د پوځي عملیاتو اغېز او ولسي زیانونه ارزوي.

خبرپاڼه زیاتوي، داکمېټه به هڅه کوي چې په راتلونکي کې د دغسې زیانونو اوملکي تلفاتو مخنیوی وشي.

دا اعلان داسې مهال شوی، چې په تېرو څو ورځو کې د لوګر، میدان وردګو، روزګان او بغلان په ګډون له یو شمېر ولایتونو په حکومتي عملیاتو کې د ګڼې ولسي مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول او په ځینو سیمو کې یې پر وړاندې لاریونونه هم ترسره شول.

په دې غونډه کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلا کار حمدالله محب ویلي د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول اړین اقدام تر سره کیږي.

محب زیاته کړې چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په لار کې تر ټولو ستر خنډ دا دی، چې وسله والو طالبان د خلکو له کورونو او عامه تاسیساتو د ډال کار اخلي او هلته پټېږي.

خو کتونکي بیا دغه بهانه بې اساسه ګڼي او وایي، که طالبان رښتیاهم دولسي وګړو په کورونو کې پټیږي، یو منظم قوت باید دیوطالب لپاره ټول کلي بمبارد نکړي، که بیاهم داسې کوي ستر بشري جنایت دی، چې مخنیوی یې دهرافغان فریضه ده.

Related Articles

Back to top button