د انتخاباتو څارونکې ادارې: ولسمشریزې ټاکنې به شفافې ترسره نه شي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۶ چنګاش، ۱۳۹۸)
د انتخاباتو څارونکې ادارې اندېښنه ښیي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به شفافې او رڼې ترسره نه شي.
دا څارونکي بنسټونه وایي چې حکومت، نړیواله ټولنه او نور متحدین افغان ټاکنو ته چندو توجه نه کوي او په سطحي نظر ورته ګوري.
د شفافو ټاکنو د بنسټ رئیس نعیم ایوب زاده ویلي:”له بده مرغه باید ووایم چې موږ د تلې په میاشت کې د شفافو او عادلانه ټاکنو لپاره تیار نه یو، زموږ راپور ښيي چې موږ به ټولمنلې ټاکنې تر سره نه شو کړای. دا ډېره بدمرغي ده او راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کوي”
څارونکې ادارې هغه راپرونه هم نه مني چې ګواکې ۹ میلیونه کسانو د رایې ورکونې لپاره نوملیکنه کړې ده.
دا خبره په داسې حال کې کیږي چې ولسمشریزو ټاکنو ته دوه میاشتې پاتې دي خو خلکو او څارونکو بنسټونو په انتخاباتو باور له لاسه ورکړی دی.
تیره ورځ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي وو، که په ټاکنو کې تیرې غلطۍ تکرار سي، په هیواد کې به یوه فاجعه رامنځته کړي.
ده همدا راز له حکومته هم غوښتي وو چې په ټاکنو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.



