پاکستاني ځواکونو دلشکر طیبه ډلې بنسټګر نیولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ددې هېواد امنیتي ځواکونو دلشکر طیبه وسلوالې ډلې مشر 《حافظ سعید》 نیولی.
خبر وایي، د لومړي ځل لپاره ددې وسلوالې ډلې بنسټګر دپاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوی او نامعلوم لوري ته لیږدول شوی.
حافظ سعید د لشکر طیبه وسلوالې ډلې بنسټګر دی چې د امریکا له لوري د ترهګرو په تور لېست کې هم شامل کړل شوی دی.
هند او امریکا په ځلونو له پاکستان غوښتي وو، چې د حافظ سعید په نیولو کې همکاري وکړي، خو نوموړي تر دې دمه د پاکستان په لاهور کې ازادانه ژوند کاوه.
حافظ سعید تورن دی، چې په کشمیر کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي او همدا راز یې په ۲۰۰۸ ز کال کې د ممبيي په خونړیو بریدونو کې لاس درلود.
هند اوامریکا تراوسه دپاکستان ددې اقدام په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی، خودوی په وار وار پاکستان په دوه مخې پالیسي تورن کړی.



