غزني: دطالبانو نفوذي بریدګر ګڼ شمېر داخلي اوخارجي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دوسلوالوطالبانو یونفوذي بریدګر غزني ولایت په داخلي اوخارجي سرتېرو بریدکړی چې په نتیجه کې یې ۹ تنو ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو ددې برید دمسئولیت ترڅنګ په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دابرید ددوی یو نفوذي ملګري دغزني ولایت دقرباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړی.

خبرپاڼه زیاتوي، نن ماسپښین دوه نیمې بجې د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ مرکز ته نیږدې سیمه کې یو نفوذي طالب په هغو امریکايي او داخلي ګډو عسکرو باندې له نږدې څخه برید وکړ چې سیمې ته راغلي وو.

په برید کې ۴ تنه امریکايي عسکر او ۲ تنه داخلي کمانډوي عسکر ځای پرځای ووژل شول، او ۳ تنه نور امریکايي عسکرټپيان هم شول.

طالبان وایي چې په متقابلو ډزو کې ددوی نفوذي ملګری هم وژل شوی دی.

جالبه خو لا داده چې له پيښې وروسته د ګډ حکومت ګڼ شمیر پولیس د امریکايي عسکرو لخوا وژل شوي او ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button