د زکات مسائل (۸۶ مه برخه) په جومات د زکوة روپۍ مصرفول

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : د زکوة روپۍ او د قرباني د پوستکو روپۍ د جومات په جوړولو او په نورو مصارفو کې استعمالول روا دي او که نه؟ همدا رنګه له همدغو روپيو څخه د جومات امام ته او مؤذن ته تنخوا ورکول کيدلای شي او که نه؟.

ځواب : په پورته ذکر شويو ځايونو کې د زکوة روپيو او د قرباني د څرمنو (پوستکو) روپۍ مصرفول روا نه دي، د جومات منتظمين سخت پرې ګنهګاريږي، او د زکوة ورکونکو زکوة نه اداء کيږي، او د دې دنيوي وبال او اخروي عذاب د جومات په منتظمينو باندې دی ([1]).

د ځناورانو د زکوة بيان

الله تعالی ، په خپل کامل قدرت سره په دنيا کې په لکونو ځناوران پيدا کړي، خو له ډيرو کمو څخه يې انسانان ګټه اخيستلای شي، او په همدغو ځناورانو کې ډير ګټور هغه ځناوران دي کومو ته چې په عربي ژبه کې (انعام) ويل کيږي، او دا اوښان، غوايي، ميږې او بزې دي، الله تعالی ، په قرآنکريم کې د همدغو ځناوران ذکر په خپلو بندګانو باندې د احسان په ډول کړی، او په ډيرو ځايونو کې يې ګټې هم بيان کړې دي، د همدغه احسان د شکر اداء کولو په توګه يې په همدغو ځناورانو کې زکوة فرض کړی، د هغو نصاب او مقادير يې بيان کړي، او نبوي سنت صلی الله علیه وسلم  د يوه مستحکم نظام په صورت کې نافذ کړي.

بهر حال چونکه د عربو لپاره په ځناروانو کې اوښ په ځانګړي ډول ډير ګټور او د ډيرو زياتو ګټو ترلاسه کونکی وه، نو له همدې امله نبوي سنت صلی الله علیه وسلم  په تفصيل سره د هغو نصاب او مقادير بيان کړي، او تر نن ورځې پورې د دنيا زياتره هيوادونه حيوانات د مالي آمدن لپاره يوه ستره ذريعه ګڼي او د لکونو په شمير کې حيوانات پالي (ساتي).

سائمه (څريدونکي) ځناور کوم دي؟

مسئله : سائمه هغه ځناور دي په کومو کې چې لاندنی خبرې موندل کيږي :

(۱) د کال په زياتره برخه کې به په خپله څريدا سره ګزاره کوي، يعنې په سرکاري (حکومتي) مالچر کې به له پيسو پرته څري او په کور کې به هيڅ نه ورکول کيږي، او که چيرته نيم کال په خپله څريدا ګزاره کوي او نيم کال هغه ته په کور کې خوراک ورکول کيږي نو بيا هغه سائمه نه دی، همدا رنګه که چيرته د هغه لپاره کور ته واښه راوړل کيږي، که په قيمت سره وي او که له قيمت پرته وي نو بيا هم هغه سائمه نه دی.

(۲) په کومو وښو کې چې څريږي له هغو څخه به يې هيڅوک منع کونکی نه وي، که چيرته يې څوک منع کوي او ناروا واښه وخوري بيا هم هغه سائمه نه دی.

(۳) د شيدو په غرض يا د نسل ډيريدو لپاره به پريښودل شوی وي، که چيرته د شيدو يا نسل لپاره نه وي پريښودل شوی، بلکې د غوښې د خوراک لپاره يا د سپرلۍ لپاره وي نو بيا هم هغه سائمه نه دی ([2]).

د اوښانو زکوة

بنت محاذ يو کلنی ….. بنت لبون دوه کلنی …… حقه دری کلنی ….. جذعه څلور کلنی اوښې ته ويل کيږي.

د اوښانو له زکوة سره متعلق تر يو سل شلو پورې چې کوم تفصيل دی په دې کې ټول امامان متفق دي، د هيچا هيڅ ډول اختلاف نشته، البته له يو سل شل وروسته اختلاف دی :

د امام شافعي رحمه الله په نزد له يو سل شل وروسته استيناف نشته، بلکې په هر څلويښتو باندې يو بنت لبون او په هر پنځوس باندې يوه حقه واجب دی.

د امام مالک رحمه الله او امام احمد رحمه الله په نزد هم له يو سل شل وروسته استيناف نشته، بلکې د امام شافعي رحمه الله د مسلک مطابق په هر څلويښتو باندې يو بنت لبون او په هر پنځوسو باندې يوه حقه واجب دی، يواځې فرق (توپير) دومره دی چې امام شافعي رحمه الله همدغه حساب له يو سل يويشت څخه جاري کوي او همدغه نور حضرات يې له يو سل ديرشو څخه جاري کوي.

دليل يې د حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنه دا روايت دی )قال فاذا زادت علی عشرين ومائة ففی کل خمسين حقة وفی کل اربعين ابنة لبون( (ترمذي).

ژباړه : که چيرته د اوښانو شمير له يو سل شلو څخه زيات شي نو په هر پنځوسو باندې يوه حقه دی او په هر څلويښتو باندې يو بنت لبون دی، په همدغه حديث سره په استدلال کولو سره ائمه ثلاثه وايي چې له يو سل شلو پورته يواځې د څلويښتو او پنځوسو والا حساب چليږي، په پنځو اوښانو باندې يوه بزه او په پنځه ويشتو باندې د يوه بنت محاذ حساب نه چليږي.

د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد له يو سل شلو پورته استيناف شته، يعنې همغه حساب چليږي کوم چې په پيل (شروع) کې چليږي، هغه دا چې په هر پنځو باندې يوه بزه او په هر پنځه ويشتو باندې يو بنت محاذ واجبيږي.

د امام ابو حنيفة رحمه الله دليل حضرت عمرو بن حزم رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه صحيفه ده په کومه کې چې د اوښانو د زکوة متعلق داسې ليکل شوي وه :

)انها اذا بلغت تسعين ففيها حقتان الی ان تبلغ عشرين ومائة فاذا کانت اکثر من ذلک ففی کل خمسين حقة فما فضل فانه يعاد الی اول فريضة الابل( (نسائي ومراسيل ابو داؤد).

ژباړه : يعنې کله چې شمير تر نوي ورسيږي نو په هغه کې دوه حقه دي تر يو سل شلو پورې، بيا چې کله له دې څخه پورته شي نو په هر پنځوسو باندې يوه حقه دی، او کوم چې باقي بچ پاتې شي نو هغه د فريضه اولی لور ته ور ګرځي، يعنې کوم چې باقي بچ پاتې شي نو په هغو کې هغه حساب جاري کيږي کوم چې په فريضه اولی (له پنځو څخه نيولې تر يو سل شل پورې) جاري وه، او په فريضه اولی کې په پنځو اوښانو باندې يوه بزه او په پنځه ويشتو باندې يو بنت محاذ واجب شوی وه، نو ثابته شوه چې له يو سل شل پورته هم په هر پنځو باندې يوه بزه او په هر پنځه ويشتو باندې يو بنت محاذ واجبيږي، همدا رنګه مونږ چې له يو سل شل پورته حساب جاري کړی، په هغه کې د دوی په حديث باندې هم عمل شوی دی، چې په هر پنځوسو باندې يوه حقه او په هر څلويښتو باندې يو بنت لبون واجب دی، له همدې امله د هغوی حديث ته د ځواب کولو ضرورت هم نشته ([3]).

د اوښانو د زکوة د نصاب تفصيل

پوښتنه : په زکوة کې د اوښانو نصاب او په هغو کې د زکوة حساب ډير سخت دی، که په يوه واضحه طريقه يې بيان وکړی شي ترڅو چې په اسانی پرې پوه شو مهرباني به مو وي؟.

ځواب : له يوه اوښ څخه تر څلورو پورې معاف دي، په دې کې زکوة نشته، له دې وروسته په لاندني حساب سره زکوة فرض دی :

له ۵         نه            تر ۹ پورې              يوه کلنه يوه سيرلۍ يا سيرلی

له ۱۰      نه            تر ۱۴ پورې           دوه سيرلۍ يا سيرلي

له ۱۵      نه            تر ۱۹ پورې           دری سيرلۍ يا سيرلي

له ۲۰      نه            تر ۲۴ پورې           څلور سيرلۍ يا سيرلي

له ۲۵      نه            تر ۳۵ پورې           يوه کلنه اوښه (بنت محاذ)

له ۳۶      نه            تر ۴۵ پورې           دوه کلنه اوښه (بنت لبون)

له ۴۶      نه            تر ۶۰ پورې           دری کلنه اوښه (حقه)

له ۶۱      نه            تر۷۵ پورې            څلور کلنه اوښه (جذعه)

له ۷۶      نه            تر ۹۰ پورې           دوه کلنې دوه اوښې

له ۹۱      نه            تر ۱۲۴ پورې        دری کلنې دوه اوښې

له ۱۲۵   نه            تر ۱۲۹ پورې        دری کلنې دوه اوښې او يوه بزه

له ۱۳۰   نه            تر ۱۳۴ پورې        دری کلنې دوه اوښې او دوه بزې

له ۱۳۵   نه            تر ۱۳۹ پورې        دری کلنې دوه اوښې او دری بزې

له ۱۴۰   نه            تر ۱۴۴ پورې        دری کلنې دوه اوښې او څلور بزې

له ۱۴۵   نه            تر ۱۴۹ پورې        دری کلنې دوه اوښې او يوه کلنه يوه اوښه

له ۱۵۰   نه            تر ۱۵۴ پورې        دری کلنې دری اوښې

له پورته نقشې څخه يوه کليه حاصله شوه، د هغې مطابق تر څومره پورې چې غواړی د زرګونو او لکونو حساب کولای شی، د همدغې کليه حاصل دا دی چې له ۱۵۰ وروسته په هر ۵ اوښانو باندې يوه بزه، بيا له ۲۵ څخه تر ۳۵ پورې يوه کلنه اوښه، بيا له ۳۶ څخه تر ۴۵ پورې دوه کلنه اوښه، بيا له ۴۶ څخه تر ۵۰ پورې دری کلنه اوښه، له دې وروسته بيا له نوي سره په هر ۵ باندې يوه بزه، په ۲۵ باندې يوه کلنه اوښه، په ۳۶ باندې دوه کلنه اوښه، له ۳۶ څخه تر ۵۰ پورې دری کلنه.

([1]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۹۲، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۶۸.

([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۶۱ – ۱۶۲، بحواله : عالمګيري، ج : ۴، ص : ۷.

([3]) اختلاف الائمة فی المسائل المهمة، ص : ۱۴۲ – ۱۴۴.

مربوطه مطالب

Back to top button