له کلونو وروسته د عراق او سعودي ترمنځ بنده سرحدي دروازه خلاصیږي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۶چنګاش، ۱۳۹۸)

له ۱۹۹۰ راهیسي د عراق او سعودي عربستان ترمنځ بنده سرحدي دروازه به خلاصه شي.

په عراق کې د سعودي عربستان سفیر عبدالعزیز الشمري له العربیه تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د سعودي او عراق ترمنځ به د “ار ار” سرحدي دروازه د اکتوبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه خلاصه شي.

د الشمری په وینا چې د دې دروازې خلاصیدل به د عراق خلکو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي، خصوصاً د حج د مراسمو په ادائیګي کې.

۶۰۰ زره عراقیان به د حج د مراسمو په خاطر له دې دروازې څخه سعودي عربستان ته سفر کوي.

دا دروازه هغه مهال سعودي بنده کړې وه چې عراق په کویت برید وکړ او اشغال یې کړ.

د ۱۹۹۰ راهیسي د سعودي او عربستان دیپلوماتیکي اړیکې له همدې امله سره خرابې شوې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button