کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۷چنګاش، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي چې د امریکا هر رنګه تیري ته ځواب ویلای شو او پوره وړتیا لرو چې له خپلې خاورې او حکومته دفاع وکړو.
ظریف د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره د اتومي تړون په اړه ویلي چې امریکا په خپله خوښه له دې تړونه وتلې او په ټکو یې چې په دې سره امریکا خپله پښه په خپله په مرمۍ ویشتلې ده.
ده امریکا تورنه کړې چې په نړۍ کې یې اقتصادي ترهګري پیل کړې او غواړي چې د نورو هیوادونو اقتصاد ته ضربه ورسوي.
د امریکا لخوا پر ایران د بندیزونو په اړه ظریف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې باید په دې اړه چپ پاتې نشي او امریکا ته غبرګون وښیي.
جواد ظریف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکي لا هم ترینګلي دي.
واشنګټن په امریکا کې دننه په جواد ظربف هم بندیزونه وضع کړل چې ملګرو ملتونو هم پرې اندېښنه څرګنده کړه.
امریکا د ایران په ځینو مشرانو سخت بندیزونه لګولي او دا هیواد یې تر سختو فشارونو لاندې راوستی.


















