د ټوخي لپاره دغه کورني درمل وازمویئ!

احمدالله مهاجر
ټوخی د ژمي له عامو ناروغیو څخه دی، کوم چې انسان په یو شمېر نورو مختلفو ناروغیو هم اخته کولی شي.
که چیرې د ټوخي په رنځ اخته یاست، نو د کیمیاوي درملو له کارولو څخه وړاندې دغه کورنۍ درمل کوم چې له دغې ناروغۍ څخه مو ژغورلی شي او د بدن نورې برخې نه زیانمنوي وازمویئ!
• د کتان دانې او عسل (ګبین)
د کتان دانې په اوبو کې اېشول او له هغې سره لیمو او عسل اضافه کول د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي، دغه لاسته راغلي شربت د ټوخي د ناروغۍ لپاره ډیر اغېزمن ثابتېدی شي، د دغه شربت جوړولو لپاره د چای د کاچوغې دوه یا درې کاچوغې د کتان دانې په یو ګیلاس اوبو کې واچوئ، او تر هغې يي واېشوئ چې اوبه يې ښې ټینګې شي، له دې وروسته پکې درې کاچوغې ګبین او درې کاچوغې د لیمو اوبه اضافه کړئ، د اړتیا پر مهال يې یوه کاچوغه استعمال کړئ!
• د تور مرچ چای
تور مرچ د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي، د دغې چای جوړولو لپاره یوه کاچوغه تور مرچ او دوه کاچوغې ګبین په یوه ګیلاس کې واچوئ! په ګیلاس کې اېشیدلې اوبه هم زیاتې کړئ، سر يې پټ او د ۱۵ دقیقو لپاره يې پرېږدئ، له ټاکلې مودې وروسته يې وڅښئ، دغه چای د بلغم په له منځه وړلو کې مرسته کوي، او د وچ ټوخي لپاره نه کارول کیږي.
• لیمو
شاید باور مو ونشي خو د لیمو په څلورمه برخه لږه اندازه مالګه او تور مرچ اچول او خوړل يې له ځنډ پرته ټوخی اراموي.
• ګرمې شیدې
د ټوخي لپاره یوه بله اسانه کورنۍ درمل د شیدو استعمال دی، یو ګیلاس ګرمو شیدو کې لږه اندازه ګبین زیاتول او څښل له ځنډ پرته ټوخی ارامولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button