ډاکټر يوسف اکبري
د مولوي صاحب خالص د سیاسي بصیرت او وطندوستۍ په اړه د هغه دوه داسې خاطرې چې تاريخ به يې تل په خپلو زرينو پاڼو کې خوندي وساتي څو راتلونکو نسلونو ته روڼ مشال وي
لومړۍ دا چې کله د شر او فساد مشرانو او له سپيڅلي جهاد نه منحرفو مجاهدینو د قدرت پر سر په ناروا جګړو پيل کړه او هيواد او هيوادوال يې د تباهۍ د کندې په غاړه کينول نو مولوي خالص رح تر خپله وسه د جوړجاړي کوششونه وکړل، د دوی کورنو ته ورغلل حتی د مکې معظمې تر امامه يې خبره ورسوله ترڅو د قدرت دغه لیونیان دا جګړه ودروي خو بیا هم د قدرت پرسر مجنونو مشرانو د جګړې څخه لاس وانخیست.
کله چې په کال ۱۹۹۴ کې په پاکستان کی د متخاصمو ډلو ترمنځ مذاکرات پيل شول نو د بي بي سي یو خبریال له مولوي صاحب څخه وپوښتل چی تاسو په دې مذاکراتو کې ولې ګډون و نکړ؟
مولوي صاحب ورته وویل چې ماته د دې مذاکراتو د پايلې له تړون څخه د وینو بوی راځي. هماغه وو چې د تړون څخه څو ورځې وروسته په کابل کې يو ځل بيا غوبل جوړ شو او په زرګونو خلګ شهیدان، یتیمان او معلول شول. او د کابل ښار يې په کنډواله بدل کړ.
دوهمه دا چې مولوي صیب خالص رح یوه ورځ خپلو ملګرو ته وویل:
په خپل ټول ژوند کې مې يوازې دوه شپې ډېر په ارام خوب کړی یوه هغه شپه، چې کله مجاهدینو د الله(ج) په نصرت کابل فتحه کړ او دویمه هغه شپه، چې له پېښوره مې جلال اباد کې د نجم الجهاد فامیلۍ ته خپل کور راوړ.
الله (ج) دې ورته جنتونه ورپه برخه کړي!!

















