سرچينه: روانه اوونۍ به د طالبانو او امريکا تر منځ په شويو هوکړو لاسليکونه وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۹) 

د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د بل پړاو پيليدو خبر ورکړل شوی او ځينې سرچينې وايي، ښايي په دغه پړاو کې د دواړو غاړو تر منځ په ځينو کړيو هوکړو لاسليکونه هم وشي.

د طالبانو او امریکا اووم پړاو خبرې چې شاوخوا دوه اوونۍ روانې وې خپلو مشرانو سره د مشورو او هغوی ته د معلوماتو ورکولو لپاره ځنډيدلي دي.

د قطر د بين الافغاني غونډې یو شمير ګډونوالو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دغه پړاو خبرو د بيا پیل خبر ورکړی په وينا يې ښايي دواړه غاړې روانه اوونۍ د جولای په څلورويشتمه یوځل بيا خبرې پيل او پر ځينو هوکړو لاسليکونه هم وکړي.

سرچينې زياتوي، د امریکا او طالبانو تر منځ د کړيو هوکړو د لاسليک پر مهال به د روسيې، چين، فرانسې او ځينو نورو قدرتمندو هيوادونو استازي هم شتون ولري.

ويل کيږي، په دغه ناسته کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتو، د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پرضد نه کارولو تضمين او بین الأفغاني مذاکرات دي چې لاسليکونه به پرې کيږي.

خليلزاد هم د خبرو د بیا ځلې پيلولو خبر ورکړو دی او په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په واشنګټن کې يې د افغان سولې تر څنګ د جرمني له مرستيالې سفيرې، د هند له سفير او د ازبکستان د بهرنيو چارو وزیر سره کتلي دي.

هغه ويلي، چې تيار دی د خپل ماموريت (طالبانو سره د مذاکراتو) بل پړاو ډیر ژر او د لا زياتو پرمختګونو په هيله پيل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button