کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دولسي مرګ ژوبلې پر دوام ګډو ځواکونو دا ځل د جغتو په څېر په غزني ولایت کې د یوه پلار څلور زامن په ډېرې بې رحمۍ وژلي.
په ټولنیزو رسنیو کې د یوې تازه لاس پر لاس کېدونکې ویډیو څخه ښکاري چې یو تن سپین ږيری د خپلو څلورو وژل شویو زامنو د جنازو سر ته ناست اوفریاد کوي.
په دې ويډيو کې یو تن بل سپین ږیری ویناوال وايي، چې دا د دې سل کلن بابا بچیان دي، دی به اوس څنګه د کور پالنه کوي؟ د ده څلور زامن چې د کلي شپني او غريبي یې کوله او یوه انږور یې د چاپې پر مهال ورته وژلي.
ویل کېږي دا پېښه د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د ملک الدین کلي د اوسېدونکي سل کلن رحم دل اکا له کورنۍ سره ترسره شوې ده.
تر اوسه دګډ دولت دفاع وزارت او ددې ولایت محلي چارواکو په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښوولی، خودولتي لوری ډېری وخت له دغسې پیښو ناخبري او یاهم وسلوال مخالفین ښیي.

















