کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
ګډو ځواکونو دبادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی وايي چې، هوايي ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړي دي چې درنده مرګ ژوبله یې اړولې.
نوموړی وايي چې په دې هوايي برید کې د یوې مېرمنې په ګډون لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.
نوموړي د ټپي شوي کس روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودلی. اکازي ویلي چې وژل شویو کسانو کې پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ددولت له لوري په یوشمېر ولایاتو کې سلګونه ملکیان ووژل شول چې توند ولسي غبرګونونه یې راپارولي.

















