خلیلزاد: د خپل ماموریت بل پړاو به له زیاتو پرمختګونو سره مل وي

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۹چنګاش، ۱۳۹۸)

له طالبانو سره د امریکا لخوا د مذاکراتي ټیم مشر زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت راروان پړاو له پرمختګونو سره مل بولي.

زلمی خلیلزاد دا مهال په واشنګټن کې دی او هلته یې د افغان سولې په اړه له امریکایي چارواکو او د کانګریس له غړو سره سلا مشورې کړي دي.

ده همدا راز په امریکا کې د سیمې هیوادونو له سفیرانو سره هم کتلي او د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي: “ما په واشنګټن کې خپلو مشرانو ته معلومات ور کړل. اوس د دې فرصت برابر شو چې په واشنګټن کي د جرمني، هند، او ازبکستان له سفیرانو سره وګورم. او د هغوی سره د افغانستان د سولي په هکله سلا مشورې وکړم.
زه اوس دېته چمتو یم چې د خپل ماموریت بل پړاو د لا زیاتو پرمختګونو په امید پیل کړم.”

خلیلزاد دا خبره په داسې حال کې کوي چې په نږدې راتلونکې کې به نوموړی یو ځل بیا له طالبانو سره د اووم پړاو دریدلي مذاکرات شروع کړي.

تمه کیږي چې د اووم پړاو خبرو پای به برخلیک ټاکونکی وي او دواړه خواوې به د نړیوالو ضامنینو په مخ کې هوکړه اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button