کله چې مونږ کارکوو زمونږ د بدن يوه برخه انرژي په مصرف رسيږي او جسم ستومانه کيږي. د ستړيا د رفع کولو او د کار لپاره د بدن تيارېدل خوړو ته ضرورت لري تر څو چې نوموړى نقصان تلافي شي او زمونږ جسم بيا انرژي واخلي او د کار او حياتي فعاليتونو لپاره بيا ځل اماده شي .
د خوراکي موادو تعريف او طبقه بندي :
خواړه له هغو اساسي موادو څخه عبارت دي چې له يوې خوا د بدن مصرف شوي مواد پوره کوي او د انساجو حجراتو او د بدن د نورو غړو د ودې او نمو سبب ګرځي او له بلې خوا د بدن دمختلفو اعضاوو د کار او حياتي فعاليتونو لپاره انرژي او قدرت اماده کوي . له پورتنيو مطالبو څخه معلوميږي، کوم خواړه چې مونږ يې خورو لاندې وظايف سرته رسوي .
١- داسې مواد تهيه او اماده کوي چې زمونږ جسم له هغه څخه جوړشوى وي . ٢- د بدن زړې برخې تعويضوي او نوي اجزاء جوړوي .
۳ــ د بدن حرارت په معينه درجه کې ساتي .
۴ــ دکار اوفعاليت لپاره انرژي برابروي .
هر هغه خواړه چې د پورتنيو صفاتو او مشخصاتو درلودونکي وي دمکملو خوړو يا ساتونکو خوړو په نوم ياديږي . مثلاً شيدې داسې خواړه دي چې دماشومانو لپاره پورتني څلورواړه اوصاف لري يعنې:
١- غوښه جوړوي، ٢- حرارت توليدوي. ٣- جسم ته قوت وربخښي او سربيره پردې ځينې هغه معدني مالګې جوړوي کومې چې د بدن لپاره ضروري ګڼل کيږي . خو بايد په ياد ولرو چې د لويانو لپاره بيا مکمل خواړه هغه دي کوم چې د قندي ، پروتيني ، شحمي ، معدني موادو او ويټامينونو لرونکي وي .
د خوراکي موادو طبقه بندي:
خوراکي مواد په دوه ډوله طبقه بندي کيږي .
١- خواړه د سرچينې له مخې : د سرچينې له مخې خواړه په دوه برخو ويشل کيږي .
الف: هغه خواړه چې حيواني سرچينه لري لکه غوښه ، لبنيات او داسې نور.
ب: هغه خواړه چې نباتي سرچينه لري لکه لوبيا ، تازه او وچې ميوې ،سابه او داسې نور.
٢-د غذايي موادو ترکيب
ټول خوراکي توکي له اوبو ، عضوي او نورو موادو څخه تشکيل شوي چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو. خواړه د ترکيب له مخې په دوه ډولو ويشل کيږي . ١- اوبه Water ٢- وچ مواد Dry Material 1- اوبه (Water) :
اوبه يو کيمياوي مرکب دى چې د H او O څخه جوړ شوى چې د حيواناتو او نباتاتو د انساجو په ترکيب کې ډيره برخه اخلي. د نباتاتو فعالې برخې د ودې په وخت کې او به مهم رول لري .
د اوبو دندې :
اوبه د حيواناتو او نباتاتو په فزيالوژيکي سيستم کې غوره دندې سرته رسوي چې په لاندي توګه دي .
١- ټول ضروري مواد د حيواناتو او نباتاتو په بدن کې د يوې برخې څخه بلې برخې ته د اوبو په وسيله ليږدول کيږي. ٢- ددې له پاره چې ضروري مواد په بدن کې د يو ځاى څخه بل ځاى ته وليږدول شې بايد په اوبو کې منحل وي . ٣- اوبه د بدن د تودوخې درجه کنترولوي . ٤- په بدن کې ټول کيمياوي تعاملات لکه د هضم عمل د اوبو په وسيله صورت نيسي . ٥- اوبه دحيوان او نبات انساج په عادي او نورمال ډول تازه ساتي . 2- وچ موادDry Material:
د خوړو وچ مواد له دوو برخو نه جوړشوي دي چې يوبرخه عضوي او بله برخه يې غيرې عضوي مواد دي .
٢- عضوي مواد: په څلورو برخو ويشل کيږي a- کاربوهايدريتونه Carbohydrates b- پروتين Proteins c- شحميات Lipids d- ويټامينونه Vitamins a- کاربوهايدريتونه (Carbohydrates):
کاربوهايدريتونه په خوړو کې يوه اقتصادي انرژيکي سرچينه ده . کاربوهايدريتونه په عمومي توګه په دوه ډوله دي يو منحل شکرې او بل يې غير منحل شکر ې.
د حيواني تغذيې له مخې کاربوهايدريتونه ډير اهميت لري. ځکه چې د نباتاتو ¾ برخې کاربوهايدريت جوړوي. کاربوهايدريت په طبيعت کې په درې شکلونو پيداکيږي . مونو ، ډاى او پولې سکرايدونه. کاربوهايدريت هغه عضوي مواد دي چې د C،O او H څخه ترکيب شوي دي . چې د H او ترکيب يې د اوبو په شان دي يعنې د هر په مقابل کې موجود وي. حيوانات ساده او مرکب کاربوهايدريتونه په اسانۍ سره هضمولې شي نو ځکه غذايي ارزښت ډيروي . او پيچلي کاربوهايدريتونه لکه سلولوز په اسانۍ سره نه شي هضمولی چې ددې ډول کاربوهايدريت غذايي ارزښت هم لږ دى.
















