کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
معتمدې بریتانوۍ ټایمز ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په اړه له یوې تاریخي پرېکړې خبرداری ورکړی.
مطلب کې راغلي، دا خبرې د سولې تړون ته نږدې کېږي خو باید بېړه ونه شي، هسې نه چې یو بل بحران ته لار هواره شي.
ورځپاڼې لیکلي، خبرې د يوې تاريخي هوکړې لور ته سمې شوې دي او طالبان کولى شي د ټرمپ ډېره تکرارېدونکي اصطلاح (ستر بری) د ځان لپاره وکاروي.
د ورځپاڼې په باور طالبان اوسمهال د افغانستان ډېره برخه خاوره تر خپل واک لاندې لري او د سولې تر تړون وروسته ښایي بېرته اساسي قانون کې ځینې تغیرات راولي.
د ورځپاڼې په وينا، امریکایان دې ووځي خو دیو باتدبیره قانون له لارې، ځکه چې په بېړه او بې تدبیره د امريکايانو وتل به افغانستان لا بې ثبات کړي.
ورځپاڼه وړاندې کاږي، هغه معامله چې افغانستان بې ثباته کوي د ترسره کېدو ارزښت نه لري او که چېرته دا هېواد د ترهګرۍ له ګواښونو ژغوري نو په ډېر انتظار ارزي.
داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یوځل بیا طالب اوامریکایي پلاوی داووم پړاو مذاکراتو دتکمیل، اوپه شویو هوکړو دلاسلیک په پار سره جرګه او یو برخلیک ټاکونکی توافق رامنځته کړي.

















