کابل ټکی کام(شنبه، ۲۹چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایراني چارواکو هغو څرګندونو ته چې ګواکې د دوی بې پیلوټه الوتکه نه ده ویشتل شوې، سخت غبرګون ښودلی دی.
ټرمپ ایران ته په ځواب کې ویلي، شک ته ځای نشته، ستاسو الوتکه موږ وویشته.
امریکا ادعا کړې وه چې د دوی یوې جنګي “یو اېس اېس بوکسر” بیړۍ ته د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ۹۱۴متره نږدې راغلې وه او ګواښ یې پیښ کړی وو، چې له هغه وروسته په نښه شوه.
خو د ایران د وسله وال پوځ یوه ویاند ایراني رسنیو ته ویلي چې د دوی ټولې الوتکې خپلو اډو ته صیي سلامت رسیدلي دي.
امریکا دا ادعا په داسې حال کې کوي چې ایران هم څه وخت مخکې په خپله خاوره کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا کړې وه.

















