کابل ټکی کام(شنبه، ۲۹چنګاش، ۱۳۹۸)
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه نن شنبه امریکا ته روان شي.
د عمران خان دا سفر به پنځه ورځې دوام وکړي او هلته به د ډونالډ ټرمپ په ګډون له نورو چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.
عمران خان به د روانې میاشتې په ۲۲مه نیټه په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
له عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هم ملګرتیا کوي.
که څه هم ځینو سیاسي شنونکو ویلي چې د عمران خان دا سفر به کومې لاسته راوړنې ونه لري خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې دوی دواړه به د سیمې او افغانستان په ګډون پر دوه اړخیزو مسئلو خبرې سره وکړي.
عمران خان په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له ننوتلو وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي دي.
ټرمپ پاکستان تورن کړی چې له امریکا یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پیسې وړي خو په مقابل کې یې امریکا ته له دروغو پرته بل څه نه دي ورکړي خو پاکستان بیا دغه ادعا ردوي او وایي چې دوی د امریکا سره یوځای زیاتې قربانۍ ورکړي دي.

















