فراه رود کې پر دولتي ځواکونو پنځه چاودنې او وسله وال بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۰)
د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ طالبانو په دولتي ځواکونو وسله وال بريدونه او چاودنې کړي چې په ترڅ کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، د دولتي ځواکونو نظامي کاروان چې غوښتل يې د هرات- کندهار پر لويه لاره د بکواه، ګلستان او فراه رود سيمو کې له پوستو څخه خپل عسکر اوباسي خو د طالبانو تر سختو بريدونو لاندې راغلي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د فراه رود ولسوالۍ په نعلک، کاروانګاه، ګندآب، چکاب او کله ميخ سيمو د دولتي ځواکونو پر یوه قطار پنځه د ماین چاودنې او وسله وال بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې لس ټانګونه ویجاړ او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له دولتي ځواکونو یو ټانګ، یو کرينګ موټر، یو دوه ميله او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د جګړې سيمې ته نږدې سرچينې وايي، لا هم د دولتي ځواکونو کاروان د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دی، وژل شوي او ټپي عسکر د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
د دولتي ځواکونو له خوا د یادې سيمې په پريښودو سره د کابل- کندهار لويه لاره، شاوخوا زياتې سیمې او د حلقوي سړک نږدې پنځوس کيلومتره د طالبانو تر حاکميت لاندې راغلې ده.
طالبانو په وروستيو کې خپل عمليات زيات کړي چې تر پخوا زياتې سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي دي.


