له امریکا وروسته ایران ته د برېتانیا لخوا د خطر زنګ

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۰چنګاش، ۱۳۹۸)

له امریکا راوروسته د برېتانیا هم له ایران سره اړیکې خړې پړې شوي او ښایي په تهران بندیزونه وضع کړي.

د برېتانیا او ایران ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ډیرې خرابې شوې چې ایران برتانوۍ د تیلو کښتۍ ونیوله.

ایران دا کار د بریتانیا د هغه عمل په غبرګون کې کړی چې څه وخت مخکې برېتانیا د دې هیواد د تیلو یوه بیړۍ په جبل طارق کې ونیوله او ایران دا کار سمندري غلا یاده کړه.

تازه برتانوۍ رسنیو خبر ورکړی چې ښایي د برېتانیا حکومت په تهران ځیني بندیزونه وضع کړي او همدا رنګه کوښښ کوي ترڅو د اروپایي ټولنې په ګډون ملګري ملتونه هم په ایران بندیزونو لګولو ته وهڅوي.

برېتانیا تر اوسه رسماً دا راپورونه نه دي تائید کړي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران د تلفون په کرښه د دې مسئلې په اړه غږیدلي هم دي خو داسې ښکاري چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

مربوطه مطالب

Back to top button