ایکسپرېس ټریبیون: د محمد بن سلمان سفارش وو چې عمران خان واشنګټن ته وبلل شو

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳۰چنګاش، ۱۳۹۸)
مشهورې پاکستانۍ “ایکسپرېس ټریبیون” ورځپاڼې واشنګټن ته د عمران خان د سفر په اړه یو مطلب خپور کړی چې پکې ویل شوي، د محمد بن سلمان سفارش کار ورکړ چې عمران خان واشنګټن ته وبلل شو.
ورځپاڼه وایي، محمد بن سلمان د ټرمپ له زوم “جارېدکوشنر” سره د خپلو شخصي روابطو نه په استفادي په دې وتوانید چې سپینې ماڼۍ ته د عمران سفر رښتیا کړي.
د سرچینې په وینا چې عمران خان د سعودي له ولیعهد څخه له همدې امله مننه هم کړې ده.
ایکسپرېس ټریبیون امریکا ته د عمران خان د سفر د شونتیا په اړه د یوه بل کس د رول یادونه هم کړې ده.
ورځپاڼه وایي سناتور “لیندزي ګراهم” هم یو له هغو کسانو څخه وو چې عمران خان ته یې د امریکا د سفر اسانتیا برابره کړه.
لیندزي ګراهم څه وخت مخکې پاکستان ته راغلی وو او له عمران خان سره یې لیدلي وو.
ورځپاڼه وایي چې عمران خان او ورسره پلاوی به هڅه وکړي ترڅو د امریکا دریدلې مرستې بیرته د ځان پخوا راجلب کړي.



