کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د نړۍ لومړی درجه ترهګر او تروریست هیواد دی.
نوموړي چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، ایران د امریکا سره لاس او ګریوان شوی او په ټکو یې “ایران سختو شرائطو ته ځان ورکړی دی”
ټرمپ همدا راز د ایران هغه ادعاوې چې امریکا ته د جاسوسۍ په تور یې ۱۷ تنه بندیان کړي، رد کړې او ویې ویل د تهران دا ادعا ناسمه ده.
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ ایران ته داسې خطاب کوي بلکې څو ځل وړاندې یې هم ایران ته ورته څرګندونې کړي دي.
ټرمپ تیره ورځ د افغانستان په اړه هم ویلي وو چې که وغواړي د لس میلیونه افغانانو په وژلو سره به دا جګړه پای ته ورسوي او دا هیواد به د نړۍ له نقشې ورک کړي.


















