کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو دامریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلي او ددې هېواد محوه کول یې دپخوانیو او اوسنیو امپراطوریو بې تعبیره خوب یاد کړی.
تیره ورځ د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم سره د خبرو په مهال ویلي و چې که دی وغواړي د افغانستان جګړه په لس ورځو کې د لسو میلیونو افغانانو په وژلو سره ګټلی شي.
طالبان وایي، دټرمپ دا دريځ چې نه غواړي نور په افغانستان کې د پولیس رول اداء کړي او دا جګړه له یوه بشپړ ملت سره ده چې د دې ملت په ژوند یې نشي ګټلای، مثبت ټکي دي، خو دا ادعا چې که وغواړي افغان ملت به له منځه یوسي، لس میلیونه افغانان به ووژني او ګواګې بایللې جګړه به په دې ډول وګټي بې مسئولیته خبرې دي چې موږ يې په کلکه غندو.
طالبانو دامریکایانو دا ارمان چې افغانستان به ونیسي؛ دپخوانیو امپراطوریو ناکامه تمنا بللې.
خبرپاڼه زیاتوي، چنګیز، انګریز او پخواني شوروي واکمنو دافغانستان دنیولو ارمان ګورته ورسره یوړ، برعکس یې امپراطورۍ د ځمکې له نقشې محوه شوې خو افغان ملت لا هسکه غاړه موجود او ژوندی دی.
طالبانو دامریکایانو جنایاتو ته به اشارې ویلي، امریکا په تیرو اتلسو کلونه کې هم د افغانانو په وژنو کومه صرفه نه ده کړې، د بمونو د مور په شمول یې د ډلییز قتل مختلف النوع وسلې استعمال کړې، خو اتلس کلنې زور ازمایې ثابته کړه چې د تجاوز او زورزیاتي انتخاب کړې لار یې بې نتیجې ده او د افغانستان له تاریخ نه چې د امپراطوریو هدیره ده په ناخبرۍ دلالت کوي.
طالبان دخبرپانې په اخر کې لیکي، زموږ په نظر ښه داده چې ټرمپ د بې مسئولیته خبرو پرځای د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د ناکامه دريځونو او غیرعملي ادعاوو پرځای د منازعې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
افغان مسلمان ملت د ښه تعامل او مثبتو اړیکو خورا ښه دود او روښانه تاریخ لري، نو ښه به داوي چې د موضوع پر اساسي سولیز او معقول حل غور وشي او له مذاکراتي سولیيزي حل لارې او طرحې چې ټول ملت یې همدا ستا سو په اعتراف تر شا ولاړ دی ګټه پورته شي.


















