پمپیو: افغان سوله کې موږ سم روان یو، ټول به د پرمختګ شاهدان واوسو

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې په افغان سوله کې موږ سم روان یو.
د ده په وینا چې په نږدې وخت به ټول د پرمختګ او دایمي سولې شاهدان واوسو.
پمپیو دا خبرې په واشنګټن کې له عمران خان سره د لیدنې پرمهال کړي دي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی له څو میاشتې راهیسي له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او اوس مهال یې اووم پړاو مذاکرات د څه وخت لپاره درولي دي.
ویل کیږي په نږدې ورځو کې به خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته ولاړ شي او اووم پړاو درېدلې خبرې به یو ځل بیا پیل کاندي.
خلیلزاد دا وخت په کابل کې دی او د ګډ حکومت د مشرانو په ګډون یې له نورو سیاسي څیرو سره کتلي او لاهم لیدنې دوام لري.
خلیلزاد به له کابله وروسته د قطر دوحې ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره یو ځل بیل د خبرو میز ته حاضر شي.



