سوریه: هوایي بریدونو دماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژلي
کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)
سوریه کې ددې هېواد حکومتي ځواکونو یوځل بیا په ملکي اهدافو بمبارۍ کړي چې په نتیجه کې یې ملکي وګړو ته درانده تلفات اوښتي.
راپورونه وایي، ددې بریدونو په نتیجه کې چې دسوریې د حکومتي ځواکونو له لوري ترسره شوي، د ماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژل شوي دي .
د سوریې د بشري حقونو ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وایي، په دې عملیاتو او هوایي بریدونو کې د تېر په څېر یو ځل بیا ملکي وګړي په نښه شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حکومت او روسیې په هوایي بریدونو کې پنځوس کسان وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسي تر اوسه تر ۳۷۰ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي چې دا احصایه دردونکې ده.
سوریه دنړیوالو متجاوزینو دجنګ میدان ګرځېدلې، دا اسلامي هېواد چې ښه تاریخي سابقه لري دامهال په خونړیو جګړو کې راښکېل او هره ورځ سلګونه بې ګناه وګړي له لاسه ورکوي.



