دبدخشان دولتي چارواکو؛ دکران ومنجان ولسوالۍ له سقوط خبر ورکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)

دبدخشان ولایت دولتي چارواکو ددې ولایت دستراتیژکې ولسوالۍ کران ومنجان له سقوط خبر ورکړ.

چارواکي وایي، له یوې اونۍ خونړۍ جګړې وروسته طالبانو د کران او منجان ولسوالۍ ونیوله .

طالبانو څو ورځې مخکې هم د خپلو پراخو بریدونو په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ ځینې امنیتي پوستې او تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راوستي و.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري د یاد خبر په تائید سره نن چهارشنبه د «زمري میاشتې پر ۲مه» رسنیو ته وویل:” چې تېره ورځ د کران سیمه طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستل، او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ یې ونیول.

والي زیاته کړه، نن شپه طالبانو مخابراتي شبکې بندې کړي دي، اوس له ولسوالۍ سره زموږ اړیکه پرې ده، له سهار راهیسې معلومه نه ده چې په دغه ولسوالۍ کې وضعیت څه ډول دی، طالبانو نن شپه پلان درلود چې په نورو ساحو هم بریدونه وکړي.

طالبانو د یادې ولسوالۍ نیول تاید کړي او ادعایې کړې چې دولسوالۍ د نیولو ترڅنګ ۳۷ دولتي سرتېري دوی ته تسلیم شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی ناجي نظري وايي، چې د دغه ولسوالۍ تر سقوط وروسته ۸۰ تنه سیمه ییز پاڅونوال هم له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

هغه وویل:”کران منجان یوه اونۍ مخکې سقوط کړی و، نن سهار یې په کامله توګه د طالبانو لاسته ولوېدل، طالبانو لومړی د لاجوردو پر کان برید وکړ او هغه یې ونیوی، او وروسته یې د دغه ولسوالۍ پر نورو برخو برید وکړ، ټولې سیمې یې ترخپل کنټرول لاندې راواستې.

کتونکی ددې ولسوالۍ سقوط مرکز فیض آباد ته لوی خطر بولي، او اندیښنه ښیي که وسلوال طالبان دغسې مخ په وړاندې روان وي؛ ژر ده چې دا ولایت دکندوز، فراه اوغزني په څیر دوسلوالو لاس ته پرېوځي.

مربوطه مطالب

Back to top button