ټایمز: ډونالډ ټرمپ دوروستیو څرګندونو په تړاو دافغانانو له لوري لېونی یاد شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په اړه یو مطلب خپور کړی او سرلیک یې دی ټرمپ د افغانستان د ورانولو خبره وکړه خو ځینو افغانانو په دې څرګندونو سره هغه لیونی بللی.
په دې مطلب کې د ګډ دولت هغې اعلامیې ته اشاره شوې چې وايي له امریکا یې د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو وضاحت غوښتی، او زیاتوي ښايي امریکایان د ډونلډ ټرمپ له دا ډول پاروونکو څرګندونو سره عادت وي خو افغانان د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر له خوا هر ډول تبصرې ته د امریکا د دولت د رسمي پالیسۍ په سترګه ګوري.
ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان په تړاو یې کړي دي ، په پراخه پیمانه غندل شوې، له سیاسي مشرانو نیولې تر خواله رسنیو.
ورځپاڼې دعامو افغانانو غبرګونونو ته کتنه کړې، اودوی ته یې ډاډ ورکړی.
ورځپاڼه زیاتوي، ټرمپ په دغسې احساساتي لاپو له پخوا مشهور او امریکایي وګړي یې دا یو عادي عادت بولي چې هیڅ عملي جامه یې نه ور اغوستې او نه ددې توان لري.


